داعش ځپل، په افغانستان کې د سيمه اييزو هېوادونو د مداخلې مخنيوی!!

غورځنګ

داعش چې تقريباً له نن نه پنځه يا شپږ کاله مخکې په ډېر زور او قوت سره د عراق په ځينو سیمو کې راڅرګند شول او ډېری سيمې يې د عراق له جهادي تنظيمونو او حکومت څخه ونيولې او بيا وروسته ان تر سوريې پورې ورسېدل، په سوريه کې يې د بشار الاسد د ځواکونو په خلاف هم عملیات تر سره کړل او د نوموړي هېواد څو سيمې او ښارونه يې په ولکه کې واخيستل.

که څه هم په لومړي سر کې دغې ډلې ته له مختلفو هېوادونو څخه مسلمانان راټول شول او د دوی د تحريک او نهضت غړي شول، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورسره بيعتونه پيل شول، د نړۍ مختلف جهادي تنظيمونه د دوی په شعار او ظاهري شکل باندې وغولېدل، نو يې بيعتونه ورولېږل.

خو تر څه مودې وروسته  چې ټولو مسلمانانو ته د داعشي ډلې اعمال او اقوال او اهداف څرګند شول نو يې لاس ورڅخه واخيستل، زياترو ډلو ورڅخه بېرته خپل بيعتونه واخيستل او له دغې ډلې سره يې پرېکون اعلان کړ.

لنډه دا چې له ډېرو څېړنو او تحقيقاتو وروسته معلومه شوه چې داعش ډله امریکا د خپلو ګټو د تضمين لپاره جوړه کړه او امريکا د دوی له رامنځته کېدو څخه څو اهداف تر لاسه کول:

۱ـــ  امريکا د داعش له منځته راتګ څخه دا هدف درلود چې روسيه چې په دې وروستيو کې يې په يوکراين کې ورسره جنجال دی، د يوکراين خلک هم زيات د روسيې طرفداران دي، نو امریکا غوښتل چې روسيه د سوريې او عراق جنګونو کې دخيله کړي او دلته يې جنګي قوت مصرف شي.

۲ــ کله چې داعش منځته راغی نو روسانو خپل هېواد او خپلو مستعمراتو ته خطر وليده، له همدې امله يې سيمې ته خپلې جنګي قواوې داخلې کړې او د مسلمانانو سيمې يې په خورا وحشت سره بمبارد کړې.  او په لکونو مسلمانان په دغو بمباردونو او وحشيانه پوځي عملياتو کې ووژل شول.

۳ــ  د داعش پواسطه امريکا غوښتل، اسلامي هېوادونو ته نا امني وارده کړي تر څو امریکا ته په سيمه کې د دائمي اډو د شتون زمينه برابره شي. د شام سيمه چې د جغرافيوي موقعيت له نظره يوه اهمه سيمه ده او  ورسره په څنګ کې عراق هم د تاريخ له لحاظه د تمدنونو زانګو بلل شوې ده، امریکا غواړي چې دغه تاريخي سيمه خپله قوي او دائمي مستعمره وګرځوي، تر څو له دې سيمې څخه شا او خوا نور هېوادونه کنټرول کړي.

۴ـــ بل لور ته ترکيې چې تر ۲۰۲۳ ميلادي کال پورې يې د کمال اتارترک سيکولر له دورې څخه يې له صليبي نړۍ سره د صليبيانو په ګټه ډېر زيات تړونونه کړي دي، او دا ی ډېر ژر د دغو تړونونو وخت هم پوره کېدونکی دی، د دغو تړونونو د وخت پای ته رسېدل به ترکيه په مکمله توګه خپلواکه او ازاده کړي، نو کله چې ترکيه پوره ازادي ولري، هره پرېکړه کولی شي، امريکا ځکه د شام په سيمه کې د دائمي شتون هڅه کوي چې که ترکيه څه کول غواړي نو له شام څخه يې ډېره ژر مخه نيول کېږي.

۵ـــ امريکا چې کله د داعش ډله په سوريه او عراق کې وازمايله نو افغانستان ته يې هم د دې ډلې ضرورت احساس کړ او لومړی يې په خپلو تبليغاتو ماشینونو (رسنيو) کې چې په لومړي سر کې يې بي بي سي او ازادۍ راډيوګانې دي؛ تبليغات ورته پيل کړل، د تبليغاتو په نتيجه کې يې په خپلو څرخي او نورو الوتکو کې د افغانستان مختلفو سیمو ته انتقال کړل او بيا يې په هر ډول اسلحه مجهز کړل.

تر دې وروسته يې نو موضوع د دې لپاره ښه رسنيزه کړه تر څو افغانستان هم د روسيې لپاره د سوريې او عراق په څېر يو تهديدونکی هېواد وښيي. او روسان اړباسي چې په افغانستان کې د تېر په څېر يو ځل بيا مداخله وکړي.

په افغانستان کې به د روسانو مداخلې امریکا ته مختلفې ګټې کړې وای.

کله چې روسانو په افغانستان کې مداخله کړې وای نو اېران به هم ورسره هم غږي لرله او مداخله به يې کړې وای، د اېران د مداخلې په ترڅ کې به د شيعه او سني تر منځ د اور لمبې په افغانستان کې بلې شوې وای او ډېر ترخه عواقب به يې لرلي وای.

بل لور ته به د اېران څه ناڅه زور په افغانستان کې اوبه شوی وای، چې بيا به يې لاندې کول امريکا ته اسانه وای.

بل لور ته به د دا ډول مرموزو او مختلفو لوريو تر منځ د جنګونو پواسطه د امریکا اصلي مخالفين له منځه تللي وای، چې بيا به امريکايانو ته د سيمې اوسېدونکو خپله ويلي وای چې په سيمه کې پاتې شئ! او دائمي شتون ولرئ!

يعنې لوبه به مکمله د امریکا په لاسونو چورلېدلی.

خو لوبه اوس د امريکايانو له لاسونو ځکه ووته، چې طالبانو ژر د وخت اساسي نقطه او د امريکا دسيسه درک کړه نو يې ځکه زيات زور د داعش پر وړاندې په جګړه واچاوه تر څو د امريکا دغه دسيسه په نطفه کې خنثی او له منځه يوسي.

طبيعي خبره ده چې که خدان ناخواسته دغې سترې فتنې په افغانستان کې سرايت کړی وای نو سيمه ييزو هېوادونو به د خپل ځان د ساتلو لپاره په افغانستان کې لاسوهنې کولې او ان تر دې چې پوځي کاروايۍ به يې هم کولې.

چې په دې ډله کې به تر ټولو خطرناکه مداخله د روسانو وه. او له افغانستان څخه به سوريه او عراق جوړ وو.

خو طالبانو په خپلو مختلفو کنفرانسونو کې ټولو سيمه ييزو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې موږ به په خپلو عملياتو کې داعش ډله ډېره ژر له منځه يوسو!

خو دا چې طالبانو خپل حساسيتونه هم په نظر کې نيول خو بل لور ته سيمه ييزو هېوادونو له طالبانو څخه هم د عمل اقدام او ګام غوښته نو ځکه طالبانو په دغه کار کې له خورا دقت او جديت څخه کار واخيست او داعشي ډله يې په ډېره لږه او لنډه موده کې له منځه يووړه، چې په دې سره طالبانو د پخوا په څېر افغانستان په مکمل ډول د سيمه ييزو هېوادونو له لاسوهنو او پوځي مداخلو څخه وژغوره او سيمه ييز هېوادونه اوس تر ډېره پورې ډآډه شول چې د داعش خطر نو رپه افغانستان کې تر ډېره بريده له منځه تللی.

نو په دې اساس طالبان د هېواد رښتيني ساتونکي او دفاع کوونکي دي.

په دې باندې اوس سيمه ييز او نړيوال هېوادونه هم باوري شوي دي چې طالبان د افغانستان ښه راتلونکی او د افغانانو ښه بهبود غواړي.

نو ځکه وايو چې طالبانو د داعشيانو په ځپلو سره په افغانستان کې د سيمه اييزو هېوادونو مداخله بنده کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button