دیني عالمان: افغانستان د امریکا لخوا اشغال شوی؛ ژر تر ژره باید بهرنۍ قواوې ووځي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم ، ١٣٩٨ل)

نن د هېواد په پلازمینې کابل کې یوشمېر دیني علماوو، سیاسي څېړونکو او پخوانیو حکومتي چارواکو د یوې غونډې له طریقه پر بهرنیانو غږ وکړ چې له افغانستانه ووځي.

دوی افغانستان د امریکایي ځواکونو له لوري اشغال یاد کړی، او په خبره یې، امریکا د دې هېواد ملي حاکمیت نقض کړی او د دې داعادې لپاره دبهرنیانو وتل اړین دي.

اکبر آغا، عبدالحکیم مجاهد او پاکستان کې دافغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسېدا لپاره پر دواړو جهتونو دبیا مذاکراتو د پیل غږ هم وکړ.

دوی وویل، افغانان سولې ته تږي دي، هاغه بهانه چې روانه جګړه یې مشروعه او پېچلې کړې ده؛ د بهرنیانو موجودیت، بمبارد، ظلم او ښکاره مداخله ده.

یادې غونډې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د یوې هوکړې تر لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات مهم وبلل او د سولې په راتګ کې یې دعلماوو موجودیت یوه اساسي غوښتنه یاده کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button