ډونالډ ټرمپ هغه پوځيان وبخښل چې افغانستان کې يې ملکيان وژلي و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۵، شنبه)

د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ هغه درې امريکايي پوځيان بخښلي چې په جنګي جرمونو او ملکي افغانانو په وژنه تورن شوي و.

د کلينت لورنس په نوم یوه امریکايي په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې نورو پوځيانو ته د درې ملکي افغانانو د ويشتلو امر ورکړی و چې دوه تنه پکې وژل شوي و او یو بل ټپي شو.

دغه پوځي د امریکا یوې محکمې مجرم پيژندلی و او هغه ته يې د نوولس کلونو زندان تيرولو سزا اورولې وه خو د ټرمپ له خوا ورته وبخښل شوه او له زندان خوشې شو.

دغه راز ټرمپ یو بل امریکايي ډګروال متيوګلستاین هم بخښلی چې په محکمه کې يې دوسيه روانه وه او افغانستان کې د یوه مشکوک کس په وژنه تورن شوی و.

پوځي افسر ایډورډ ګالاګر درېيم امريکايي پوځي دی چې په قتل تورن شوی و خو د ټرمپ له خوا ورته بخښنه شوې او د هغه پوځي رتبه هم لوړه شوې ده.

د عدلي او قضائي مسائلو څيړونکي د ټرمپ دغه اقدام غير قانوني ګڼي په وينا يې که څه هم ټرمپ دا واک لري چې آن لوړپوړي پوځي قوماندان ته هم بخښنه وکړي دغه اقدام يې غير قانوني دی.

یوازې دا نه چې دغه درې امريکايي پوځيان په افغانستان کې د ملکي خلکو په وژنه تورن دي بلکې د امریکا هوايي او ځمکنيو ځواکونو په بمباريو او شپنيو عملیاتو کې له تيرو اتلس کلونو راهيسې زرګونه ملکي افغانان وژلي، معيوب کړي، ټپيان کړي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button