یکشنبه, جنوري 29, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ايا دفاع وزارت د داعش ضد که د داعش ژغورنې عمليات په کار اچولي؟

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
نوومبر 16, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
8
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: عبدالرحمن

د ملي يووالي حکومت دفاع وزارت وايي، چې له تيرو څو ورځو راهيسې ورته د داعش وسله والو د تسلمیدو لړۍ روانه ده چې تر دې دمه يې شمير ۶۱۵ کسانو ته ورسيد.

دا هم ولولئ

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

دفاع وزارت په تازه خپره کړې اعلاميه کې د ۱۸ داعش وسله والو د تسمليدو خبر ورکړی چې په وينا يې ۲۴ ښځې، ۳۱ ماشومان هم ورسره دي او خپلې پنځلس ميله وسلې يې ملي اردو ځواکونو ته وسپارلې.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه وسله وال په اچين ولسوالۍ کې تسليم شوي او له تيرو دوو اوونيو راهيسې د هغوی د تسلميدو لړۍ روانه ده.

که څه هم دفاع وزارت ادعا کوي چې داعش وسله وال د دوی د پوځي عملیاتو د فشار له امله تسلميږي خو ځايي باوري سرچينې وايي، طالبانو چې په وروستيو کې يې د داعش پر خلاف کوم پريکنده عمليات پيل کړي په بريالۍ توګه روان دي او داعش وسله وال يې اچين کې د حکومت تر ولکې لاندې سيمو ته ورنږدې کړي دي.

ځايي اوسيدونکي او طالبان وايي، حکومت په سیمه کې هيڅ ډول عملیات نه دي کړي او داعش وسله وال د طالبانو له بريدونو او کلابندۍ څخه حکومت ته ځانونه سپاري.

تيره ورځ طالب وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي و چې تيره ورځ د کابل حکومت پوځي او استخباراتي ادارې مسؤولینو د ننګرهار اچين ولسوالۍ مربوط د تختو سیمه کې د داعش هغه وروستۍ ډله هم وژغورله چې د طالبانو د بريدونو او کلابندۍ لاندې و.

طالبان وايي، چې امریکا او د حکومت استخبارات له داعش وسله والې ډلې سره همکاري کوي او هغوی ته د تسلميدو په نوم پنا ورکوي زياتوي ” د کابل ادارې لخوا له داعشي میلشو سره د خواخوږي په ترڅ کې په تيره یوه اونۍ کې ۵۴۲ تنه داعشي مسلح افراد او د هغوی د کورنیو غړي د کابل ادارې او په عموم کې د امریکايي اشغالګرو لخوا ژغورل شوي دي.”

طالبانو له تيرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې په ننګرهار کې د داعش پر خلاف عملیات پيل کړي چې تر دې دمه يې د شيرزادو، خوګياڼو، اګام ولسوالۍ ټولې سيمې ترې پاکې کړي او دا مهال د اچين ولسوالۍ په ډيره کمه سیمه کې پاتې دي چې سلګونه کسان يې د طالبانو د بریدونو له ويرې دولت ته تسلیم شوي دي.

طالبان وايي، د داعش پر وړاندې د حکومتي ارګانونو د عملیاتو ادعاوې حقيقت نه لري زياتوي: هغوی داعشي سیمو ته صرف د دې لپاره ورغلي وو چې په جګړه کې را ګير داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي له مجاهدینو څخه روغ وژغوري او بیا بل وخت د هیواد په کومه بله برخه کې افزاري استفاده ترې وکړي.

د اچين ولسوالۍ یو اوسيدونکی مزارګل وايي، دولتي ځواکونو د داعش پر وړاندې تر اوسه هيڅ ډول عملیات نه دي کړي او یوازې هغه داعشي وسله وال ژغوري چې د طالبانو له خوا کلابند او یا تر بریدونو لاندې وي.

نوموړی زياتوي، حکومتي ځواکونو تر دې مخکې هم په سیمه کې د داعش خلاف هغه ډول عمليات نه کول چې څرنګه لازمه وه په خبره يې يوازې به په غرونو باندې د لویو توپونو ډزې کولې او یا به يې لوړې څوکې د هوايي بريدونو هدف ګرځولې چې هغوی ته د اوښتو زيانونو په اړه به يې د درواغو راپورونه خپرول.

د ايران، روسيې ځينو نورو هيوادونو له خوا امریکا او دولتي استخباراتي ادارې تورنې دي چې په افغانستان کې د داعش وسله والو ملاتړ او هغوی ته د پرمختګ زمينه برابروي.

تر دې مخکې په ننګرهار کې د مليشه ځواک مشر حاجي ظاهر او حضرت علي هم ويلی و چې دوی داسې ثبوتونه په لاس لري چې دولتي استخبارات او امریکا د داعش ډلې مرسته او ملاتړ کوي.

ډيری داسې پيښې هم شوي چې امریکايي بې پيلوټه او جيټ الوتکو د داعش پر وړاندې د طالبانو لومړۍ جنګي کرښې او آن د داعش ضد پاڅونوال بمبار کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جمعې په ورځ د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د “انډيا ټوډې” ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې امريکا په سيمه کې د داعش ډلې د ملاتړ هڅه کوي، په سوريې او عراق کې د دغې ډلې له شکست وروسته اوس پلان لري، چې دغه ډله افغانستان ته ولېږدوي.

مخکینې مطلب

ډونالډ ټرمپ هغه پوځيان وبخښل چې افغانستان کې يې ملکيان وژلي و

بل مطلب

روحاني : که د نړۍ سره اړيکې پرې کړو یواځې پاتې کیږو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
خبرونه

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
افغانستان

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
خبرونه

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
خبرونه

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023

وروستي

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

لندن تاریخي جګړه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

لندن تاریخي جګړه

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com