روحاني : که د نړۍ سره اړيکې پرې کړو یواځې پاتې کیږو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)

د ایران ولسمشر ‘حسن روحاني’ ویلي چې د نړيوالې ټولنې سره د اړیکو د پرې کولو په صورت کې ايران یواځې پاتې کېږي.

له همدې امله د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې هر چېرته هر ډول مذاکراتو کې براخه اخيستو ته چمتو یو.

‘روحاني’ دا څرګندونې د کرمان ولایت د ‘بافت’ ښار کې د فولادو د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې کړي.

‘روحاني’ په خپلو خبرو کې د هیواد په محافظه کارو سياست والو، چې د اټومي تړون د نړيوالې شورا څخه د وتلو او لویدیځو هيوادونو سره د اړيکو د پرې کولو غوښتونکي دي، سختې نيوکې وکړې.

هغه زياته کړېږه چې نړيوالو سره د اړيکو پرې کول د ایران په تاوان دي او موږ یواځې پاتې کيږو.

نو ځکه مجبور یو چې د ټولې نړۍ سره اړیکې ولرو او د خپل هیواد د ملي ګټو په رڼا کې هر ډول مذاکراتو کې ګډون وکړو.

مربوطه مطالب

Back to top button