کرزی: په جنګي جرمونو د تورنو عسکرو بښلو وښوده چې امریکا هیڅ ډول انساني ارزښتونه نه پېژني

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د هغو سرتېرو بښل چې په افغان جګړه کې د ملکي افغانانو په وژنه تورن بلل شوي وو، په کلکو ټکو غندلي دي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی د ټرمپ له لوري د هغو امریکایي سرتېرو بښنه چې افغانان یې وژلي دي په کلکو ټکو غندي او دانه بښونکی جنایت بولي.

خبرپاڼه کې د کرزي له قوله لیکل شوي، امریکا په خپلې دغې پرېکړې سره ثابته کړه چې دوی هیڅ ډول انساني ارزښتونو او په ځانګړې توګه د افغانانو ژوند ته درناوی نه لري.

خبرپاڼه کاږي، پخوانی ولسمشر پر ټولو افغانانو غږ کوي چې د خپلې خپلواکۍ او ملي حاکمیت د ټینګښت او د بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر ملي ټغر سره راټول او په اتفاق سره د پردیو د دسیسو او ظلم پر وړاندې ودرېږي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان او عراق کې دملکي وګړو په وژلو تورن امریکایي سرتیري وبښل، دې پرېکړې د امریکا په داخل او خارج کې توند غبرګونونه راوپارول.

مربوطه مطالب

Back to top button