ديمن پولې ته څيرمه دوتنه سعودي عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل)

د سعودي عربستان امنيتي چارواکي وايي چې د یمن پولې ته څيرمه يې دوه تنه سرتيري په يو وسلوال برېد کې وژل شوي دي.

امنيتي چارواکو د وژل شويو سرتیرو د رتبو او یا دا چې کله وژل شوي دي معلومات نه دي ورکړي.

حوثي وسلوال وخت نا وخته د یمن له خاورې څخه د “سعودي عربستان” د نجران او جازان پر ښارونو راکټي بریدونه کوي.

همداشان کله نا کله حوثي وسلوال له پولې اوړي او په سعودي سرتیرو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button