د غزني د استيناف محکمې څارنوال وژل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل)

نامعلومو کسانو د غزني ولایت د استیناف محکمې څارنوال «محمد حسن حلیمي» او د نوموړي ورور په ډزو وژلي.

د غزني ولایت د ولایتي شورا رییس ‘نصیر احمد فقیري’ په خبره حسن حلیمي او ورور يې نن مازدیګر مهال شاوخوا ۴:۳۰ بجې د دوو نامعلومو موټرسایکل سپرو له لوري وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو نژدې ورځو کې دا څلورم څارنوال دی، چې د نامعلومو کسانو له لوري وژل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button