ميک کمېټه: د کورنیو چارو وزارت لسګونه وسایط د غیر مسؤلو کسانو په واک کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۸، سه شنبه)

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټه يا(MEC) وايي، چې د پوليسو لسګونه وسایط د غير مسؤولو کسانو په واک کې دي او کورنيو چارو وزارت لا هم نه دی توانيدلی چې بيرته يې ترلاسه کړي.

د دغه کميټې د پلټنو یو تن څيړونکی اسحاق پوريا کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، په دغه نقليه وسایطو کې رينجرې او زرهي موټرې شاملې دي چې شمار يې ۱۷۰ ته رسيږي.

نوموړی زياتوي، د کورنيو چارو وزارت اړوند دغه وسایط غير مسؤووله کسان کاروي چې ډيری يې د پارلمان له  غړو، سياسيونو، پخوانيو قوماندانانو سره دي.

د کميټې د معلوماتو له مخې، څو ځلې د ولسمشر له خوا د یادو وسایطو د بيرته اخيستلو امر شوی خو زياتوي کورنيو چارو وزارت لا هم نه دی توانيدلی چې د پوليسو اړوند دغه وسایط ترلاسه کړي.

هغه وويل، په کورنيو چارو وزارت کې د پوليسو وسایطو د ثبتولو نه شتون او له دغه وسایطو شخصي ګټه اخيستل بل مشکل دی چې په وزارت کې په دې اړه هيڅ سستم شتون نه لري.

هغه وويل، وزارت داخله کې له ۴۰۰ زيات لپټاپ کمپيوټرونه شتون لري چې د نړيوالو مرسته کوونکو له خوا اخيستل شوي خو پر هيڅ کمپيوټر کنترول نه لري چې ناوړه ګټه ترې اخيستل کيږي او د وخت په تيريدو له کاره د لويدلو لامل ګرځيدلي دي.

په وروستيو کې راپورونه ورکول شوي چې ډيری غير مسؤوله کسان د کورنيو چارو وزارت له وسایطو ناوړه ګټه اخلي او په ډيری اختطافونو، د نشه توکو قاچاق او نورو ورته ډول کارونو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button