ملیاردونه مسلمانان د 8 ملیونه غاصبو صهیونستانو له منګولو نه خپله سپېڅلې خاوره نشي خلاصولای

څارنوال حشمت عبیدي
90 مليونه مصريان
40 مليونه جزائريان
42 مليونه مغربيان
30 مليونه عراقيان
30 مليونه سوډانيان
25 مليونه سعوديان
25 مليونه سوريایان
23 مليونه يمنيان
10 مليونه تونسيان
7 مليونه إماراتيان
5 مليونه لبنانيان
9 مليونه أردنيان
6مليونه ليبيایان
3 مليونه كويتيان
3 مليونه بحرينيان وقطريان
2 مليونه عمانيان
او تر دې څو چنده زیات غیر عرب د نورو اسلامي هیوادونو مسلمانانو ونشوای کړاي چې یواځې د 8 ملیونه اسراییلیانو پر وړاندې ودریږي او د خپلو فلسطیني وروڼو سپڅلې خاوره چې الله تعالی ویلی چی برکت مو پکې اچولای او د رسول الله مسری او د مسلمانانو لومړۍ قبله ده د هغوی د غصب له منګولو وژغورو چې یو ستر تاریخي شرم دی ټولو ملیاردونو مسلمانانو ته
يو عالم څه ښه ویلی دي چې که چیرته مونږ غوماشي هم وای او په فلسطین کې مو پر غاصبو صهیونستانو یرغل ورواړای وای
نو له فلسطین نه به مو ویستلو او شړلو ته مجبور کړي وای خو واقعا چې په مسلمانانو کې د الوهن ناروغې ګډه شوې یعنې له دنیا سره بې کچه مینه او له مرګ څخه بې کچې وېره نو که د سمندرونو تر زګونو هم زیات و خو د اسلام او مظلومو مقهورو او مستضعفو مسلمانانو په درد نه دوا کیږو ځکه چې د الله پر ځمکه مو د الله د اختیار نظام تعطیل کړی او پر ځای مو یې وضعی او د انسانانو په کمزوریو دماغونو او لاسونو جوړ شوی نظام حاکم کړی چې هغه هم زیاتره د کفري نړۍ څخه پسټ کاپي دی.
حسبنا الله ونعم الوكيل



