الیکټرک یا بريښنايي الوتکه چې ۱۴ برقي مشینونه پکې لګیدلي چې دوه دانې لوی ماشینونه چې الوتکې پورته کیدو پر وخت کار کوي او نور پاتې ۱۲يې پر هوا کې کار کوي.
دا الوتکه د ناسا ادارې لخوا جوړه شوي، په ټوله کې دا الوتکه د بريښنا پواسطه الوت کوي، په دې الوتکه کې نور د سون مواد کار نه کوي، دې الوتکې ته مکس ویل X57نوم ورکړل شوی ده.
یوې بهرنۍ سرچینې د دې الوتکې د پرواز په اړه ویلي، چې مکس ویل به راتلونکې کال د امریکا کالیفورنیا ایالت د ایډورډ ائیر فورس هوائي میدان څخه ازمایښتي الوتنه کوي، ځینې راپورونه وايي، چې په اصل کې دا د ايټالیا جوړه ټیکنم پي ۲۰۰۶ الوتکه ده چې دوه ماشینونه لرل ناسا ترې یوازې د تیلو والا ماشینونه لرې او برقي ماشینونه پکې نصب کړل.


















