لافې هم حد لري!!

څارګر احمدزی

دا چې داعش د امریکا پروژه وه او د دې لپاره چې د نړيوالو مجاهدينو او جهادي تنظيمونو د رابطو د پرېکون او پر دغو نړيوالو مجاهدينو باندې د شا له خوا د ګوزار لپاره يې دغه پروژه تر کار لاندې رنيولې وه، نو ځکه يې امريکا پوره ملاتړ او حمايت کاوه.

لنډه دا چې يو وخت داعش ډلې خپل ظالمانه لاسونه افغانستان ته هم را اوږده کړل او په لومړي وار يې د ننګرهار د شينوارو د قوم څو تنه سپين ږيري او مخور خلک ژوندي په بمونو کېنول او بيا يې په ډېر وحشت سره ماينونو ته انفجار ورکړ چې بېچاره ګان يې په دې طريقې سره شهيدان کړل.

امریکا يې په پټه او ښکاره د څه ناڅه ځپلو هڅې هم وکړې، خو د کابل اداره چې د امريکا په دغه ډول پروژو يا بلکل ناخبره وه او يا يې هم څه له وسه پوره نه وو نو ځکه به يې وخت نا وخته له داعش سره په ځينو ځايونو کې نمايشي يا ناخبري جنګونه هم وکړل خو بيا هم د کابل ادارې مشرانو افغان ولس ته د داسې ښودلو هڅه وکړه چې ګواکې ياده اداره د دعاش ډلې سخته مخالفه ده نو ځکه يې په وړاندې هر وخت عمليات تر سره کوي.

امریکا خپل يو ازمايشتي بم هم چې د بمونو مور يې باله، د ننګرهار په سيمه کې وکاراوه، چې ظاهراً خو يې پر داعش ډلې د کارولو بڼه ورکړه خو په باطن کې دا يو ازمايښتي بم ؤ چې امريکا يې  ازمايښت لپاره د افغانستان د ننګرهار سيمه غوره وبلله.نو ځکه يې وکاراوه.

د دغه بم اثرات اوس په ننګرهار کې راڅرګند شول او د ځينو ډاکټرانو په وينا په دغه سيمه کې چې اوس کوم ماشومان پيدا شوي دي، د بم د موادو د اغېز له امله يې د بدن ځينې غړي کار نه کوي.

لنډه دا چې امریکا او د کابل ادارې که څومره لافې ووهلې چې داعش ماتوو او داعش ته به دا او دا ډول ماتې ورکړو خو بيا يې هم له مقابلې عاجز شول.

طالبان چې هر ځل يې له افغان مسلمان ولس څخه ننګه کړې، دا ځل يې هم د دغې فتنه ګرې ډلې په خلاف خپلې ايماني مټې رابډ ولې. او لومړی يې تېر کال په جوزجان کې داعشيان مات کړل بيا يې سږ کال په کونړ کې مکمل له ماتې سره کړ. او په دې وروستيو کې يې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې د دغې فتنه ګرې ډلې جرړې ووېستې.

مګر هغه متل چې توره دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي.

اوس د کابل د ادابې پر مشر تطبيقيږي. ځکه تېره ورځ چې دغه مشر ننګرهار ته راغلی دی. او طالبانو هم د ده د سفر په اړه اعلاميه خپره کړه چې د کابل د ادارې مشر چې ننګرهار ته راځي. کېدای شي ادعا وکړي چې داعشيان مونږ مات کړل. خو ولس دې خبر وي چې داعشيان طالبانو مات کړل.

ولسمشر غني چې کله ننګرهار ته راغی نو هو به هو يې هماغه خبرې وکړې کومې چې لا وار دمخه د طالبانو وياند په خپله رسمي اعلاميه کې کړې وې.

ولسمشر غني وويل چې داعش د کابل ادارې مات کړ .  ولسمشر غني که څه هم دغه ستره سوبه خپلې ادارې ته منسوبه کړه خو ولس په هر څه پوهېږي چې داعشي فتنه ګر چا مات کړل؟ او چا ورسره مرسته کوله؟

چا ورته اکمالات رسول او چا ورته تبليغات کول؟

نو ځکه وايو چې لافې هم حد لري او کله چې له حده واوړي نو په لغړو او لوڅو دروغو واوړي چې بيا له لاف وهونکي شخص څخه د هر چا کرکه راځي چې اوس د کابل ادارې مشر په همدغه حال کې واقع دی.

مربوطه مطالب

Back to top button