سوریه کې د وسلو یوه ستره زیرمه کشف شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل)

ترکیه وايي ځواکونو يې د سوریې شمال ‘راس العین’ سیمه کې د یو کور نه ګڼ شمېر وسلې او مهمات نيولي دي، چې د (پي کي کي) او (وای پي جي) د وسلوالو له خوا د ډيپو په توګه ترې کار اخیستل کیده.

د ترکیې د دفاع وزارت په يوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې ” د راس العین” په سیمه کې د پلټنو په مهال د ترکیې د کومانډو ځواکونو له خوا یو کور کشف شو چې کردي وسلوالو ترې د وسلو جوړولو د فابریکړې په توګه ګټه اخیسته.

دخبرپاڼې په اساس په ياد کور کې ګڼ شمیر وسلې او ډول ډول مهمات د ترکي ځواکونو لاس ته ورغلی دي.

پدې کور کې ۶۸۳ عدد راکټ لانچر او ۹۳ په لاس جوړ شوي بمونه موندل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button