پاکستان: ترافیکې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان د صوبه خيبر پښتونخوا په دیر ولوسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر نن سهار وختي له “کلکوټ” نه “برېکوټ” ته په لاره وو چې سيند ته و غورځېد چې له امله یې په موټر کې ناست ټول کسان مړه شول.

د پولیسو په وينا چې ديادې سيمې سړکونه ډېر خراب دي چې پېښه له همدې امله رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره، پخوا تر دې هم په ياده لارکې ګڼ شمير ترافيکې پېښې رامنځته شوې دي چې لامل يې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او دلارو خرابوالی په ګوته شوی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button