کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي چې که ټاکنیز ټیمونه د پاتې اووه ولايتونو د رایو د بیا شمېرنې اجازه ور نه کړي پر نوو لارو چارو به غور وکړي.
د حوا علم نورستانۍ په خبره ۲۲ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده خو په اوو ولایتونو کې د ځینو ټیمونو پلویان د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي. د نوموړې په وینا که دغه کسان دوی ته د رایې بیا شمېرنې اجازه ور نه کړي، دوی اړ دي پر نوو لارو چارو غور وکړي.
نوموړې څرګنده نه کړه چې نوې لارې چارې به څه وي؛ خو وایي چې له نورو کمیشنرانو سره په مشوره او همغږۍ به دوی په دې اړه پرېکړه کوي.
د يادولو وړ ده چې کمېسیون د تړلو شوو مرکزونو د رایو تر بیا شمېرنې د لومړنیو پایلو اعلان هم ځنډولی دی.


















