کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ماليزيا لومړي وزير ‘مهاتير محمد’ د پنځو اسلامي هېوادونو له لوري د نوي اسلامي اتحاد جوړېدل اعلان کړل او و يې ويل چې هيواد به یې په راتلونکې مياشت کې د نوي اسلامي اتحاد د لومړۍ غونډې کوربه وي.
د نوموړي په وينا: دغه اتحاد کې ماليزيا، قطر، اندونيزيا، ترکيه او پاکستان شامل دي. ټاکل شوې ده چې لومړۍ غونډه به يې د راتلونکې دسمبر مياشتې په “۱۹ مه” نيټه د ماليزيا پلازمېنه کولالمپور کې تر سره شي.
ښاغلي مهاتير زیاته کړه د ماليزيا په ګډون د قطر، اندونيزيا او د پاکستان مشرانو په دې هوکړه کړې چې خپله لومړۍ غونډه به کولالمپور کې جوړوي.
د دغه نوي اسلامي اتحاد د لومړۍ ناستې اجنډا کې تر ټولو مهمه موضوع په هغو نا خوالو او چيلنجونو بحث دی، چې اسلامي نړۍ ورسره مخ ده، په دغه غونډه کې به د اسلامي نړۍ له بېلا بېلو هيوادونو څخه سلګونه علماء، استادان او سياستوال ګډون وکړي.
پر نړيوالو حالاتو به خبرې وکړي او پر هغو ناخوالو به بحث وکړي چې اسلامي امت ورسره مخ دی.
نوموړي زياته کړه: ” د اسلامي نړۍ د ستونزو او چلينجونو هوارولو کې به د اسلامي همکارۍ سازمان او نورو اسلامي قيادتونو سره په ګډه کار کوو . دده په خبره: ددوی لخوا خوړ شوی اتحاد به د اقتصاد، مشترکې دفاع، اسلامي ثقافت، ازادي او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې ولري.


















