کابل ټکى کام (یکشنبه، ۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې پټې خبرې د افغانستان په ګټه دي.
نوموړي ویلي، دمګړی په دوحه کې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ غیر رسمي او پټې خبرې پيل شوې دي او په خبره یې دا به نورو پرمختګونو ته لار هواره کړي.
طالب سرچینو هم رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې د مذاکراتو پر بیا پيل او د تاوتریخوالي پر کمولو بحثونه کېږي.
تر دې وړاندې یوې باوري سرچینې هم کابل نیوز ته ویلي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ پټې خبرې پیل شوې دي او څو ورځې وروسته به د ټرمپ له لوري په رسمی توګه د مذاکراتو د بیا پیلېدو خبر ورکړل شي.
بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د روانو خبرو په اړه څه نه وایي، خو ټینګار کوي چې دا ځل د افغان حکومت لوری معلوم دی.
دده په خبره لومړی باید اوربند وشي، تاوتریخوالی کم کړل شي او بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.
دا خبرې داسې مهال پیلیږي چې یوه اونۍ وړاندې دواړو لوریو د یوشمېر زندانیانو تبادله وکړه، یاد اقدام دټرمپ، پمپیو، ناټو او نورو امریکایي چارواکو له لوري وستایل شو، او د افغان قضیې په سیاسي حل یې تاکید وکړ.

















