طالبانو په کندز ښار کې پوسته نيولې، اته عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)

په کندز ښار کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې ښکيلې غاړې یوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د کندز امنيه قوماندان عبدالرشيد بشير وايي، کندز ښار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو نښته کې شپږو پوليسو پنځلس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکي، د ښار مربوط قهوه خانه سیمه کې طالبانو یوه پوسته نيولې زياتوي د جګړې پر مهال اته عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د جګړې په پایله کې د يادې پوستې څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي خو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د جګړې ځای ته نږدې سرچينې وايي، طالبانو د شپې له خوا پوسته ونيوله، پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د وژل شويو عسکرو جسدونه تر سهاره په پوسته کې پاتې و.

کندز ښار څو ځلې طالبانو نیولې خو د ګډو ځواکونو له خوا پر ملکي ميشت ځايونو د بمبار او بریدونو له ويرې يې بيرته خوشې کړی دی.

دا مهال د کندز پر اتیا سلنه خاوره طالبان حاکمیت لري چې د ښار اړوند ځینې سيمې يې هم تر ولکې لاندې دي او وخت ناوخت پر دولتي پوستو، نظامي کاروانونو او پوځي تأسيساتو بريدونه کوي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button