کابل ټکى کام (سه شنبه، ۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
ولسمشرۍ ماڼۍ په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو ځینو سفارتونو او کونسلګریو د تړل کېدو خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دا سفارتونه او کونسلګرۍ په کومو هېوادونو کې تړي.
د ارګ د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال بي بي سي ته ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په لړ کې دا پرېکړه شوې ده.
د کابل د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په دغه وزارت کې له اصلاحاتو یې موخه دا ده چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډېپلوماسي اقتصاد محوره شي.
دغه وزارت وايي چې د پیل شویو اصلاحاتو په لړ کې، هغه پنځه تنه سفیران او مرستیالان چې دندې یې پایته رسېدلې وې، بېرته افغانستان ته ورغوښتل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې په دغو پنځو تنو کې، په قرغیزستان کې د افغانستان سفیر، په سویلي کوریا کې د سفیر مرستیال، د جرمني په بن ښار، د پاکستان په کوېټه او د ایران په زاهدان کې جنرال قونسلان شامل دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له څه مودې راپدې خوا اعلان کړی چې په دغه وزارت کې یې اصلاحات پیل کړي دي.
پر ګډ حکومت نیوکه کوونکې وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د اصلاحاتو په نوم د خپلو مخالفینو او د مخکینې وزیر د پلویانو چاڼ کوي، خو حکومت ټینګار کوي چې له اصلاحاتو یې موخه د هغو ستونزو حل دی چې په دغه وزارت کې له ډېرې مودې راهیسې پاتې دي.


















