د امریکا سفير جان باس د ملي امنيت تاكتيكونه د شوروي اتحاد له تاكتيكونو سره ورته بللي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

‏كابل كې د امریکا سفير جان باس د مدني فعالانو، لیکوالانو او سیاسیونو خلاف دملي امنيت تاكتيكونه او کړنې د شوروي اتحاد له تاكتيكونو سره ورته بللي دي.

جان بس په خپل ټوېټرلیکلي، “افغانستان كې د شوروي په څېر له دغو تاكتيكونو ډېر نارامه یم، دا ويروونكې دہ چې له مدني فعالانو په زور اعتراف واخیستل شي، هغه فعالان چې یوازینی هدف يې د افغان ماشومانو خونديتوب دى”.

جان باس دا غبرګون له هغه وروسته ښودلی چې ملي امنیت د لوګر ولایت مدني فعال موسی محمودي وړمه شپه له کابل څخه پورته کړ، او په زبردستۍ یې ترې ځینې ویډیوګانې ډکې کړې چې نوموړی پکې له خپلو ادعاوو په شا شوی دی.

ملي امنیت نن د محمودي له یو ویډیو ګلیپ سره زیاته کړه چې نوموړي د لوګر په ښوونځیو کې د جنسي تېري موضوع له دې امله راپورته کړې وه چې په کوم بهرني هېواد کې پناه واخلي.

موسی محمودی تېره اوونۍ یوې رسنۍ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د لوګر په ښوونځیو کې تر ۵۰۰ ډیر زدکونکي دجنسي ځورونو ښکار دي، دې ادعا د هیواد په داخل او خارج کې غبرګونونه راوپارول او له حکومت څخه یې د دې موضوع د جدي څېړنې غوښتنې وکړې.

مربوطه مطالب

Back to top button