سبا د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ ټيسټ لوبه پيليږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

ټاکل شوې سبا چهارشنبه د سهار په (۹:۰۰) بجو د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ یوازینۍ ټيسټ لوبه د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پېل شي.

که څه هم ویسټ انډیز لوبډله په ټيسټ لوبو کې په ښه موقف کې نه ده؛ خو بيا هم په دوی کې د ځينو باتجربه توپ وهونکو او چټک توپ اچونکو شتون افغان لوبډلې ته سرخوږی جوړولای شی.

افغانستان دې سياليو لپاره د راشد خان په مشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې، چې کريم جنت او نجات مسعود ته پکې په لومړي ځل د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې تر اوسه درې ټيسټ سيالۍ ترسره کړي دي، هند څخه يې ماتې خوړلې او د ايرلينډ او بنګلديش پر وړاندې يې برياوې خپلې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button