ولسمشر غني د ناټو ځواکونو قومندان ته د غازي ميرمسجدي خان مډال ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه)

د ګډ حکومت اوسمهالي اولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ قومندان ته د غازي ميرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پرون ماذيګر د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان مرستيال ډګر جنرال جېمز ريني لپاره په ارګ کې د مخه ښې مراسم ترسره شول او نوموړی پر دولتي مډال ونازول شو.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه مراسمو کې چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم شتون درلود او اشرف غني له جنرال ريني مننه کړې چې افغانستان کې يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وړتيا په برخه کې هڅې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي: ((جمهوررئیس غني د سولې او ثبات او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او موثریت لوړولو په برخه کې د نوموړي هڅې او ترسره شوي ارزښتناک خدمتونه، وستایل)).

له تيرو شاوخوا اتلس کلونو راهيسې د امریکايي او نورو بهرنيو ځواکونو له خوا په افغانستان کې زرګونه ملکي افغانان په بمباريو او د هغوی په عملیاتو کې وژل شوي خو په مقابل کې يې افغان ولسمشرانو امريکايي او د ناټو جنرالان ستايلي او هغوی يې د افغان غازيانو په دولتي مډالونو نازولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button