مشکوک هوايي بريد؛ د سپينې ماڼۍ او کانګريس چارې ټکنۍ کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه)

د راپورونو له مخې، يو مشکوک هوايي بريد د سپينې ماڼۍ او کانګريس چارې ټکنۍ کړي خو تر اوسه د سپينې ماڼۍ چارواکو په دې اړه لا زيات معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا د هوايي ځواکونو يوه وياند جګړن اندروهينيسي د فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي، پرون د رادار په پرده داسې څه راڅرګند شول چې هدف يې تعقيبوه.

جنرال هینسيسي د رسنيو هغه ګمانونه رد کړل چې ويلي يې و، ښايي کومه مرغۍ د دغه خبردراي لامل ګرځيدلې وي.

سپينه ماڼۍ د دغه خبردراي وروسته د یوه ساعت لپاره تړل شوې وه.

تر اوسه معلومه نه دي ترلاسه شوي چې له دغه خبرداري وروسته د امریکا ولسشمر چيرته و او څه پلان يې درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button