ويسا: خلک له بې وزلۍ اولادونه پلوري خو د نړيوالو مرستې د نازوليو جيبونو ته لويږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه) 

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې افغانستان کې په فقر، بې وزلۍ او روانو جنګونو ليکل کړي چې عنوان يې دی (خبره د اولادونو تر پلورلو ورسېده!) زياتوي په هرات کې خلک د بې وزلۍ له کبله د خپلو اولادونو پلورلو ته مجبور شوي دي.

ويسا د نړيوالو ادارو هغه راپورونو راخيستي چې وايي، په افغانستان کې له څوارلس ميليونه څخه زيات خلک غذايي مصؤنيت نه لري او دغه راز تر نيمايي زيات خلک د فقر تر کچې ټيت ژوند لري.

ويسا د حکومت او چارواکو هغه ادعاوې درواغ او لاپې بللي چې ويلي دي (اقتصادي برخه کې پرمختګ شوی، افغانستان پر خپلو پښو دريدو ته نږدې شو…)

د ويسا په خبره، په عامه کچه لوږه زياته شوې، سروکال د هيواد په ځینو ولايتونو کې جګړې روانې وي، په ډيری ولايتونو کې زرګونه کورنۍ کډوالې شوي، جګړو ترې هرڅه لوټلي او خپله د لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي خو حکومت له اولس څخه بې پروا او د واک او ځواک په لوبو کې ښکيل دی.

ويسا زياتوي، په دغه سې حالت کې ښايي بيا د مرستو په نامه پر اولس د ملنډو بهیر پيل شي خو زياتوي :نړیواله ټولنه چې له افغان ولس سره د ملیاردونو ډالرو د مرستې خبره کوي او زموږ پر ولس یې وخت پر وخت د احسان بوج اچولی هغوی پخپله زموږ له ولس سره منافقت کوي”.

په سرمقاله کې راغلي، د نړيوالو دغه ميلياردي مرستې ډیری يې د همايون قيومي او نورو نازوليو جيبونو ته لوېږي چې هر یو يې د کال په لکونو ډالر لري او عام اولس د اولادونو تر پلورلو ورسېد.

ويسا زياتوي، هر ځای چې د واکمنانو او عام اولس تر منځ دومره فاصله پيدا شوې نو په طبيعي ډول داسې انقلاب پيل شوی چې له وچو سره پکې لمدو هم اور اخيستی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button