کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د سوریې د دولتي ځواکونو له لوري د دغه هیواد د حلب په ولایت کې د کردي قاچاق وړونکو د تیلو هغه کاروان په نښه کړی چې ترکيې ته يې تيل قاچاق کول او درانه زیانونه یې ورته اړولي دي.
د سوریې د رسمي خبري اژانس “سانا” د خبر له مخې چې سوریايي کردان ترکیې ته د خپل ستر دښمن په سترګه ګوري خو بل خوا یې بیا ټول امدن ترکيې ته د تیلو له قاچاق څخه ده.
د سوریې دولتي ځواکونو ګواښ کړی چې له دې وروسته به هر هغه کاروان په نښه کېږي چې له هیواد څخه دباندې تیل نقلوي.
دوی وایي چې په نښه شوې سیمې د حلب شمال ختیځ ته څیرمه د الباباب او الرای ښار شاوخوا وې.
د يادونې وړ ده چې کردي وسلوال داسې مهال ترکیې ته د تیلو قاچاقي کاروانونه انتقالوي چې څه موده وړاندې د ترکیې په سرحدي سیمو کې ترکي ځواکونو د کردانو خلاف پراخ پوځي عملیات تر سره کړل، چې په پايله کې يې ګڼ شمیر کردانو ته مرګ ژوبله واوښته او ډیر نور بې کوره شول او نورو سیمو ته وتښتېدل.