جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

حاجي مالي خان/ د پاکستان څلور کلنۍ زندان په شمول څلور زندانونه.!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 28, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
56
ځلې شریک شوی
704
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: خالد ځدراڼ

حاجي مالي خان د والي خان زوی په خټه ځدراڼ د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ اوسیدونکی دی، چې شاوخوا ۴۵ (پنځه څلویښت) کاله عمر لري چې د عمر زیاته برخه یې د هېواد د ازادۍ په خاطر په جهادي سنګرونو او بېلا بېلو کرغېړنو زندانو کې تیر شوي.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

لومړی زندان: کله چې افغانستان کې د روسي ښکېلاک ورسته د ۷ تنظیمونو لخوا خپل منځي جنجالونه شروع شول نو حاجي صیب مالي خان کابل مرکز کې د شمالي ټلوالې لخوا د ۷۲ کسانو سره یو ځای ونیول شو، هغه وخت نوموړی د مرحوم حقاني صیب جنګي قومندان و او د ۵۰ نفرو مشري یې پر غاړه لرله، چې بیا د مرحوم حقاني صیب په هلو ځلو له ۱۵ ورځو بند ورسته د دوښمن له زندان څخه را ازاد شو، چې دا زندان د حاجي مالي خان لومړی زندان بلل کیږي.

دوهم زندان: لکه څرنګه چې حاجي مالي خان یو ځیرک او د جنګی چالونو ماهر قومندان ګڼل کیدو نو په د خاطر به د مرحوم حقاني صیب په اکثرو رازونو خبر و، کله چې د طالبانو او احمدشاه مسعود تر منځ جنجالونه زیات شول نو مرحوم حقاني صیب نوموړی ددې مصلحت په خاطر احمد شاه مسعود ته ورولیږه چې د احمد شاه مسعود او د حاجي مالي خان تر منځ پخوانۍ ملګرتیا وه تر څو احمدشاه مسعود د حاجي مالي خان د ملګرتیا (دوستۍ) په خاطر د اسلامي امارت شرعي قانون ته غاړه کیږدي او له جنګه لاس په سر شي. خو داسې ونه شول!

کله چې حاجی مالی خان احمد شاه مسعود ته وراغلو نو احمدشاه مسعود د خپل بې اعتباري عدت له مخې حاجي مالي خان زندان ته واچولو، چې تر ۸ میاشتو زندان تیرولو ورسته احمد شاه مسعود نوموړي ته د مرګ سزا واوروله! کله چې مرحوم حقاني صیب حاجي مالي خان ته په اورول شوي سزا خبر شو نو ديو ځانګړې تکتيک له مخې یې د احمد شاه مسعود په ملګرو کې نفر برابر کړل چې هغوي حاجی مالي خان ته د تېښتې لاره برابره کړه نوموړی الله ج روغ رمټ تر ملګرو بریالی راورساوو او په خپل تحریک کې یې بیا د وطن د ازادۍ په خاطر مټې را ونغاړلې. چې دا زندان د حاجي مالي خان د ژوند دوهم زندان بلل کیږي.

دریم زندان: کله چې امریکایي یر غلګرو پر ګران وطن افغانستان حمله وکړه طالبان مجبوره شول چې د هېواد غرونو او سرحدي سیموته پنا یوسي او د غرونو له غېږې یې پر سرو لښکرو تندریز ګذارونه شروع کړل.

حاجي صیب مالي خان هم د پکتیکا به سرحداتو کې خپل ملګري ځای پر ځای کړل او د یرغل په خلاف یې خپلې سپیڅلي مبارزې ته ادامه ورکړه، چې په همدې سرحدي سیمو کې به ۲۰۰۴ کې د پاکستاني پوځ لخوا پرې چاپه واچول شوه نوموړی یې د پنجاپ د کرغېړن زندان غېږې ته ورساوو.

د پنجاپ په زندان کې شاوخوا څلور کاله د رنګارنګ شکنجو ښکار شو هلته به هم د مرګ ګواښونه ورته کیدل خو د خدای ج فیصله بېله وه. کله چې په ۲۰۰۷ م کال کې د بیت الله محسود لخوا ۳۵۰ پاکستاني پوځیان ونیول شول او محسود د پاکستان دحکومت څخه د یو شمیر بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه. د نومول شو بندیانو په لیسټ کې د حاجی مالی خان نوم هم شامل کړی وو چې ورسته تبادله په ۲۰۰۸ کې کامیابه شوه او د پاکستان لخوا په خلاص شوو بندیانو کې حاجي مالي خان هم راخلاص شو. چې د پاکستان زندان د حاجي صیب مالي خان دریم زندان بلل کیږي.

څلورم زندان: حاجي صیب مالي خان خپله حوصله له لاسه ورنکړه یو ځل بیا د خپلو ملګرو سره یو ځای شو او افغانستان کې یې د امریکایی یرغل په خلاف سپیڅلي مبارزې ته ادامه ورکړه نوموړی داوخت د خوست/ګردېز تر مابین د غځیدلي لارې مسؤل شو، حاجي صیب به پر یاده لاره پر امریکایي قطارونو تندریز بریدونه کول، چې د ولس او نړېوالو توجه یې ځان ته جذب کړي وه.

د سټو کنډو د کمینو ویډیوګانو ته به نړۍ ګوته په غاښ وه او هر کس به د نوي ویډیو راتللو د انتظار شیبې شمارلې، حاجي صیب مالي خان د لسګونو امریکایانو په وژلو ککړ شو نو په د خاطر د امریکې سي ای اې د نوموړي د ژوندي نیولو کوششونه شروع کړل چې بلاخېره دوښمن د خوست ولایت موسی خېلو ولسوالۍ کې نوموړی کشف او د یوې چاپې په ترڅ کې یې د دریو ملګرو سره یو ځای ژوندی ونیولو.

حاجي صیب مالي خان د ځوانۍ ډیره برخه د پاکستان او بګرام په زندانونو کې تیره کړه امریکایي جنرالانو به د بګرام پر کرغېړنه غېږه کې پر نوموړي له هیڅ ظلم او شکنجې درېغ نه کاوو او بار، بار به یې ترې د وژل شوو امریکایي عسکرو پوښتنه کوله خو د خدای ج د سیدناابراهیم علیه صلاة والسلام په څېر له دې اوره هم د نجات تر داره ورساوو او تر ۸ کالونو زندان ورسته د دوه امریکایي اوستادانو په بدل کې د دوه نورو ملګرو سره یو ځای ازاد شو او بیا یې هم خپلې سپیڅلي مبارزې ته ادامه ورکړه.
حفظه الله تعالی

لوی ټکي: بيلابيلحاجي مالي خانزندانونهژوند
مخکینې مطلب

عراق: اعتراض کوونکو د ايران کونسګرۍ سوځولې

بل مطلب

قطر: د المان او اروپايي اتحاديې استازو د طالبانو د دفتر سياسي مرستيال ملا عباس ستانکزي سره کتلي

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com