(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ليندۍ ۷، پنجشنبه)
د افغانستان لپاره د المان او اروپايي ټولنې استازو د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال ملا عباس ستانکزي سره ليدنه کړې.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټر پاڼه دغه خبر ورکړی دی.
ستانکزی ليکي: “د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال محترم عباس ستانکزی او ورسره هئیت یې نن د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له خاص استازي رولانډ کوبیا او پرون یې د المان له خاص استازي مارکس پوتزیل سره په دوحه کې وکتل.”
طالب وياند ښاغلی ستانکزی وايي، په دغه کتنه کې د هيواد په روان وضعيت، د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل او د سولې روانې پروسې په هکله خبرې شوي.
د افغانستان لپاره د المان او اروپايي ټولنې استازي په داسې حال کې په دوحه کې د افغانستان د وضعيت په اړه له طالبانو سره خبرې کوي چې پرون چهارشنبه د امریکا لوی درستيز کابل ته راغلی او رسنيو ته يې په خبرو کې ويلي، چې تر بل هر وخت طالبانو سره د مذاکراتو کامیابيدو چانسونه زيات شوي دي.
تيره اوونۍ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ یو پلاوی قطر ته تللی و او هلته يې له طالبانو سره د سولې موافقې په اړه غير رسمي خبرې کړې وې.


















