له ولسمشر غني سره د ټرمپ چلند اشغال نور هم واضح کړ!!

غورځنګ

ټرمپ چې په يوه نا اعلان شوي سفر تېره ورځ کابل ته راغی او دغه سفر ته يې د قربانيو تر نامه لاندې د سفر نوم ورکړ. د ټرمپ دغه سفر به ښايي د نا اعلان کېدو زيات لاملونه ولري خو ښايي تر بل هر هغه زيات يې د طالبانو له لوري پر امريکايي هوايي اډو د توغندوييزو بريدونو وېره او ډار وي.

د ټرمپ دغه سفر ظاهراً له امريکايي ځواکونو څخه د شکرانې د ورځې د لمانځلو پر اساس ښودل شوی دی خو کېدی شي له دغه سفره ټرمپ نورې مهمې موخې لرلې وي.

ټرمپ په داسې حال کې افغانستان ته خپل سفر پيلوي چې تقريباً دوه مياشتې وړاندې يې له طالبانو سره بريا ته رسېدونکې سوله يې خبرې ودرولې او بيا يې وويل چې طالبان بايد د زور له لارې مات شي. خو نن چې کله باګرام هوايي اډې ته په ناڅاپي ډول راورسېده نو يې د خپلو نورو خبرو په ترڅ کې دا هم وويل چې له طالبانو سره يې رسمي خبرې پيل کړې دي او په دې اړه به ژر او قوي پرمختګ وشي او کېدی شي د سولې په باب ښه معامله وشي.

که څه هم د ټرمپ سفر ډېر څه له ځانه سره درلودل او دا يې افغانستان د واکمنۍ په دور کې لومړی سفر بلل کېږي خو مونږ يې د هغه چلند يا سلوک يادونه کوو چې په ترڅ کې يې افغان ولس او نورو خلکو ته تېر نولس کلن اشغال ښه په رسمياتو وروپېژنده.

کله چې ولسمشر غني له ټرمپ څخه د مننې په توکه ځينې کليمات په ډېره خوارۍ سره راټول کړي دي او له څېرې يې معلومېږي چې ولسمشر غني دغه کلمات د ټرمپ په موجودګۍ کې په څومره تکلفي حالت کې وايي.

د خبرو په ترڅ کې ولسمشر غني خپل تعريف کوي او اعتراف کوي چې د خپلو داخلي عسکرو په زیاتو تلفاتو مې د امريکايي عسکرو تلفات خورا راکم کړي دي. خو ټرمپ د دې پر ځای چې د نړيوالو ډپلوماټيکي اړيکو سره چلند وکړي نو يې ولسمشر غني په شا وټپاوه او بيا يې همداسې په شا لاس ورته ايښی ؤ او د دې پر ځای چې له ځان سره يې په څنګ کې ودروي، د نظامي او توپکمارو عسکرو په منځ کې يې ودراوه.

د ټرمپ دغه  ډول چلند چې د نړيوالو ډپلوماټيکي اصولو او مقرراتو خلاف ؤ، د ولسمشر غني په باب د افغانانو د تېرو کلونو شکونه په يقين بدل کړل او اوس ټولو افغانانو ان د ولسمشر غني پلويانو هم ومنله چې ولسمشر غني د امريکا لپاره کار کوي او د هغوی يو ګوډاګی دی. او افغان ولس د امريکايي ګټو لپاره وژني.

د ټرمپ چلند افغانانو او نور خلک وفهمول چې اشغال په هر صورت اشغال وي، ښه او بد، نرم او سخت او لږ او ډېر پکې نشته بلکې اشغال اشغال دی.

ځکه که چېرته د ولسمشر غني حيثيت ټرمپ ته لږ قدرې اهميت هم درلودی نو بايد چې په شا يې لکه د ماشوم په څېر نه وای ټپولی او يا يې هم لږ تر لږه له ځان سره په څنګ کې درولی وای، نه دا چې له نظامي عسکرو سره يې په يوه کتار کې ودراوه.

ځکه نو اوس اکثريت خلک پوه شول  چې ولسمشر مو غلام او ټرمپ بادار دی. نو ځکه خو يې دا ډول چلند ورسره وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button