لندن: د چړې بريد کې د درې کسانو د وژل کيدو ترڅنګ ګڼ ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۹، شنبه)

د راپورونو له مخې، په لندن کې د چړې د دوو بریدونو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

دغه بريد د لندن برېج سره د پله پر سر شوی چې د چارواکو په وینا د بريدګر په شمول درې تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي هم دي.

پوليس وايي، بريد کوونکی چې په ځان پورې يې جعلي چاوديدونکي توکي هم تړلي و د ورته ډول پېښو سره د مبارزې مسلکي پوليسو له خوا وژل شوی خو تر اوسه يې هويت نه دی په ډاګه شوی.

د لندن ښاروال وايي، په بريد کې ځينې کسان ټپيان شوي چې د یو شمير ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

پوليس او چارواکي وايي، د دغه په اړه پلټنې پيل شوي چې معلوم کړي بريد په څه هدف ترسره شوی دی.

په ۲۰۱۷م کال کې هم په ياده سیمه کې په یوه برید کې اته تنه ووژل شول او ډير نور ټپيان شول.

دغه راز پرون د جمعې په ماښام هم په هیګ ښار کې د چړې د یوه بريد خبر ورکړل شوی چې د پوليسو په وينا درې تنه پکې ټپيان شوي او د بريدکوونکي پلټنه روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button