ناټو: دطالب او امریکایي مرکچیانو له بیا ځل مذاکراتو هرکلی کوو

کابل ټکى کام (شنبه، ۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یوځل بیا ویلي، که طالب او امریکایي مرکچیان مذاکرات پیلوي؛ دوی یې هر کلی کوي.

نوموړي دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یوې درنې خبري غونډې ته کړې دي.

 هغه زیاته کړې، ناټو د داعش او نورو وسلوالو ډلو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په افغانستان کې د سولې د خبرو هرکلى هم کوي.

ینس د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې امريکا پر دې پروسې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې دي.

 د ده په خبره، په افغانستان کې داعش ډله له ماتې سره مخ شوې او دوى به اجازه ورنه کړي چې يو ځل بيا سر راپورته او هلته خلکو ته سرخوږی جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه امریکایي ولسمشر ټرمپ هم دباګرام هوایي اډه کې طالبانو سره دیوې موافقې، او روانې جګړې په پایته رسولو تاکید کړی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button