کابل ټکى کام (شنبه، ۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
اسراییلي هوایي ځواکونو یو ځل بیا پر غزه هوایي بریدونه کړي دي چې له امله یې ګڼو فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسراییلي پوځ ویلي چې دا بریدونه یې د هغو توغندیو په غبرګون کې کړي دي چې د اوربند سربېره حماس ډلې پر اسراییلي خاوره توغولي وو.
د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې په دې بریدونو کې شاوخوا ۳۶ فلسطیني وګړي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم ویلي چې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي خو د اسراییلو پوځي ویاند پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی د حماس ډلې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی او وژل شوي کسان ټول د حماس ډلې وسله وال دي.
د یادونې وړ ده چې په فلسطین کې وخت ناوخت اسرائیلي پوځیان او د حماس ډله خپلو کې جګړې کوي چې له امله یې دواړو خواوو ته د وسلوالو په ګډون ګڼ شمېر ولسي کسان هم وژل کیږي.
















