کابل ټکی کام (جمعه مبارکه ۰۹ سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
د ترلاسه شویو خبرونو له مخې، نن (جمعه) د کابل-کندهار پر لویه لاره د میدان ښار اړوند (سره پله) ته څېرمه په کشمیریانو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د کرولا او ټونس موټر تر منځ د ټکر له امله را منځته شوې ده، چې کرولا ناستې خلک نسبت د ټونس ناستو ته زیات خوږ شوي دي.
په دغه پېښه کې ۱۵ تنه ټپيان شوي دي، د ۲ مېرمنو په ګډون د ۶ تنو حالت نازک ښودل شوی، چې اوس د میدان وردګو په روغتون کې بستر دي.
ترافیک پولیس د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک تنګوالۍ ښودلی دی.















