کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د اردن هیواد یوه زراعتي سیمه کې په يو موقتې کمپ کې د پراخې اورلګیدنې له امله ۱۳ تنه پاکستانیان وژل شوي دي.
د اردن امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي په یوه زراعتي سيمه کې پراخه اورلګيدنه رامنځته شوي چې له امله د ۸ ماشومانو په شمول ۱۳ تنه پاکستاني وګړي وژل شوي دي.
د اردن په یوې دری کې د پراخي اور لګیدنې له امله هلته موجود ټول موقتي کمپ په بشپړه توګه سوځيدلي دي.
سیمه ایزو امنيتي چارواکو په خبره اور په نيمه شپه کې لګیدلی وو چې د علت معلومولو په اړه یي ددوي پلټنې پيل شوي دي.
دراپورونو په بنسټ دا دره ډیرې حاصل خیزې ځمکې لري چې په زرګونو بهرني کډوال په کې د کار پيدا کولو په موخه تر ډیرو سختو او نامساعدو شرایطو لاندې ژوند تیروي.
ټوله ورځ دوی په کرهنیزو ځمکو کې کار کوي او د شپې تیرولو له پاره مناسب کورونه نه لري دوی له مجبوریته په موقتې کورونو کې شپې سبا کوي.

















