سوريه: د روسيې او سوريې هوايي بريدونو کې پنځلس ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۲، سه شنبه)
د سوريې په ادلب ښار کې د روسيې او سوريې جنګي جټ الوتکو په هوايي بريدونو کې پنځلس ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن ميشتې ډله وايي، دغه بريدونه د ادلب ښار په بيلابيلو سيمو کې پرون دوشنبه د دسمبر په دوهمه نيټه ترسره شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، یو بريد د ادلب په معره النعمان سيمه کې شوی چې ديارلس ملکي کسان پکې وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز یادې سرچينې په یوه بل بريد کې چېپه وينا يې د ادلب په جنوب ختيځ سراقب او السرمان سيمو کې ترسره شوی، دوه تنه پکې وژل شوي دي.
د يادې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي، روسي الوتکو د ادلب په جنوب کې ځينې نورې سيمې هم بمبار کړي او خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په عين حال کې د روسيې دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي، چې په کوباني ښار کې د سړک د غاړې چاودنه کې يې درې پوځيان ټپيان شوي دي.
روسي ځواکونه په سوریه کې د بشارالاسد ځواکونو ملاتړ کوي او له کله نه چې په هغه هيواد کې جګړې پيل شوي د روسيې هوايي بريدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.



