کابل ټکی کام ۱۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار (زبیر خاکسار) تېر ماښام په سرخرود ولسوالۍ کې د نامالومو وسلوالو له لوري ووژل شو.
خاکسار پخوا د افغانستان د راډیو ټلویزیون ویاند هم پاتې شوی وو.
د ننګرهار ژورنالستانو د خاکسار مړینه یوه لویه ضایعه بللې.
لا تر دا مهاله چا د یادې پېښې د مسئولیت اخیستو په اړه څه نه دي ویلي.















