حکمتيار: بايد د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره لنډ مهالى حكومت رامنځته شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د اسلامي عدالت د انتخاباتي ډلې مشر”انجينر ګلبدين حكمتيار” وايي: كه د ولسمشرۍ ټاكنې دوهم پړاو ته ځي بايد د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو له پاره لنډ مهالي حكومت رامنځته شي.
نوموړي نن په كابل كې خپلو پلويانو ته، چې لاريون يې كړى و، په وينا کې وويل: په هغو محلونو كې دې بياځلې ټاكنې ترسره شي، چې بايومټريك دستګاوې يې غلا شوي.
د نوموړي په خبره د ټولو صندوقونو د رايو بيا شمېرنه دې د نوماندانو د استازو په حضور كې ترسره او د پاكو او ناپاكو رايو تر تفکيک وروسته دې د ټاكنو پايلې اعلان شي.
د يادونې وړده چې تر دې وړاندې هم د جمهوري رياست د ټاكنو ځينو مطرحو نوماندانو د لنډ مهالي، ملي مصالحې او ملي مشاركت حكومتونو د جوړولو وړانديزونه كړي وو.



