پاکستان: افغان سوله د ټولې سیمې د امنیت په مانا ده

کابل ټکى کام (جمعه، ۱۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، افغان سوله، د پاکستان په شمول د ټولې سیمې پر ثبات مثبت اغېز کولی شي.

قریشي د اقتصادي پیوستون یو کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړې، که په افغانستان کې سوله راغله ورسره به د ترانزېټ لپاره ځمکنۍ لارې خلاصې شي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسني حکومت یې له امریکا سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغولې او پاکستان به د افغان سولې د پروسې له بریا وروسته د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګریز پیوستون په برخه کې مهم رول ادا کړي.

پاکستان داسې مهال دافغان سولې په اړه د رغنده ګامونو سپارښتنه، او دا سوله دټولې سیمې دامنیت په مانا بولي چې امریکا یوځل بیا د دې پروسې له پیل خبر ورکړی دی.

ټرمپ او دامریکا دبهرنیو چارو وزارت نږدې درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبانو سره به د افغان سولې په اړه پر وروستي تړون کار وکړي، دوی زیاته کړه، دابه وکولای شي چې روان کړکېچ ختم، او دایمي سوله رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button