ټاکنو کمېسیون: که د ټاکنيزو او ټاکنڅارو ډلو ننی بحث مثبته پايله ونلري هم د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، يکشنبه)

د ټاکنو کمېسیون نن په کابل کې یوه علني غونډه وربللې څو د ټاکنو اړوند لانجو او وروستيو پايلو اعلان لپاره لاره برابره کړي.

دغه غونډې ته د ټاکنيزو او ټاکنڅارو ډلو او ټولنو استازي او معترض نوماندان وربلل شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي، د دغه ډول غونډې جوړولو غوښتنه هم نوماندانو، سياسي ډلو او د څار بنسټونو کړې وه زياتوي د یوه ازاد بحث له لارې به هڅه وشي چې ټولو اړخونو ته قناعت ورکړل شي او د لومړنیو پايلو اعلان ته لاره جوړه شي.

د دغه کمېسیون وياند ميرزا محمد حق پرست وايي، که دغه غونډه مثبته پایله ونه لري نو د کمېسيون د صلاحيت او پريکنده دريځ له مخې به د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځينو نوماندانو په دغه غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده او یو شمير ټولنو هم پکې برخه نه ده اخیستې.

نږدې دوه مياشتې د ولسمشرۍ ټاکنو پوره کيږي خو په رايو کې د درغلیو، تقلب، تخنيکي ستونزو او کمېسيون کې د اختلافاتو له کبله لا هم لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button