بغلان کې طالبانو د قوماندان په ګډون ۸ تنه اربکيان وژلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
تېره شپه طالبانو په مرکزي بغلان کې د پولیسو او اربکیانو په یوه قرارګاه برید کړی، قرارګاه یې نيولې او اربکیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې تېره شپه یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ کوډخیلو سیمه کې د پولیسو او اربکیانو په یوه قرارګاه برید کړی، چې د ‘لائق’ په نوم یې د اربکیانو قومندان او ۸ تنه پولیس او اربکیان وژلي او ۵ تنه نور ټپیان کړي دي.
که څه هم تراوسه پورې د بغلان ولایتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې وژل شوی د حزب اسلامي پخوانی قومندان و او اوس یې په مرکزي بغلان کې د اربکیانو د ټوليمشر په توګه دنده سرته رسوله.



