کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر “عادل الجبیر” وایي: ایران يو داسې هېواد دی چې ټولې سیمې ته یې د بې امنی ریښې غځولې دي.
“جبير” چې نن يې د “مدیترانې” په نوم يوسميز کنفرانس ته خبرې کولې، وویل: په سیمه کې د ټولو بدو کړنو مسوول ایران دی او یاد هېواد باید په دې پوه شي چې د خپلو بدو اعمالو سزا به ویني.
د نوموړي په خبره، سعودي عربستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دی؛ خو په خبره يې ایران باید په سیمه کې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.
“الجبیر” زیاته کړې د سعودي عربستان په وروستي برید کې د ایران لاس لرل ښکاره کوي چې دا هېواد له هیڅ ډول ترهګرو کړنو مخ نه اړوي.
هغه ګواښ کړی دی چې که چېرې ايران له سره په خپله پاليسي غور ونه کړي؛ نو د بدو پایلو پړه به یې په خپله غاړه وي.

















