(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۹، سه شنبه)
د راپورونو له مخې، د چيلي هيواد يوه پوځي الوتکه نادرکه شوې چې د چارواکو په وينا ۳۸ تنه سپرلۍ هم پکې سفر کاوه.
د پوځي مسؤولينو په وينا، ياده الوتکه انترکتيکا ته پر لاره وه چې له ۳۸ تنه سپرلو سره نادرکه شوه.
د چيلي پوځ رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سي ۱۳۰ هېرکولس ترانسپورتي الوتکه له پونټا هوايي ډګر څخه پورته شوه چې یو ساعت وروسته ورسره اړيکې پرې شوې.
په دغه ۳۸ کسانو کې ۱۷ تنه د الوتکې عمله او ۲۱ تنه نور مسافر دي چې د پوځ د خبرپاڼې له مخې لوجستیک توکي يې لېږدول.
د چيلي پوځ وايي، د ورکې شوې الوتکې د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.


















