هندي رسنۍ: هند ته له افغانستانه د پیازو صادراتو کې زياتوالی راغلی دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان څخه هندوستان ته د پيازو په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

دا راپورونه څرګندوي چې هره ورځ له افغانستان څخه له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې د پیازو ډکې لارۍ موتر هند ته ځي چې نږدې ۳۵ ټنه پیاز لېږدوي.

د دغو رسنیو ته هندي سوداګرو ویلي چې یواځې د پیازو نه بلکې د وچو او تازه میوو ترڅنګ د نورو افغان محصولاتو واردات یې هم ډېر کړي دي. چې لامل یې د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هيوادنو له لوري اسانتیاوې رامنځته کول ښودل کيږي.

د یادونې وړ دی چې افغانستان په وچه کې ايسار هيواد دی، چې تل د خپلو محصولاتو په صادرولو کې له يو لړ ستونزو سره مخ وي. او په دې برخه کې یې ډېره تکيه په ګاونډي هيواد پاکستان ده.

مربوطه مطالب

Back to top button