کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو د کندوز ولايت چهار درې ولسوالۍ کې د اربکيانو او پوليسو په ګډه غونډه توغنديز برید کړی، چې له امله يې ګڼ شمېر پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندوز سيمه ايزو چارواکو منلې، چې د طالبانو بریدونو کې ۲۲ پوليس او اربکيان ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه خبر ورکړی، چې د چهار درې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ پر ودانۍ توغنديز برید کې يو شمېر عسکر او اربکيان وژل شوي او د خان اباد ولسوالۍ د اربکيانو د عمومي قومندان محمد عمر په شمول ۲۲ اربکيان او پوليس ټپيان دي.

















