پاکستان: څوک دې د خپلو ګټو لپاره د افغان سولې هڅې نه زيانمنوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې هېڅوک باید د شخصي ګټو لپاره د افغانستان د سولې هڅې زیانمنې نه کړي. ښاغلي قریشي ویلي پاکستان د سولې نوې پیل شويو هڅو ته هیله من دی.

د قریشي په خبره هيواد یې افغانستان کې د سولې ملاتړی دی او هیله لري چې افغانستان کې همېشنۍ سوله او ثبات رامنځته شي.

قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له درې مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بيا د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي او داسې هيلې شته، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې توافقنامه لاسليک کړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button