پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د افغانستان جګړې په اړه د امریکايي چارواکو درواغ، د مخورو امریکایانو نظرونه او د جګړې پر بايللو اعتراف

ح جلال نشرونکی: ح جلال
دسمبر 11, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
24
ځلې شریک شوی
302
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دسمبر په ۹ نيټه په یوه اوږد راپور کې وويل، چې امريکا د افغانستان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ويلي او هغوی يې په ګمراهۍ کې اچولي دي.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

راپور کې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د حکومت پټ اسناد خپاره شوي چې ټول ۲۰۰۰ مخه جوړيږي او د امریکا حکومت يې د پټ ساتلو هڅه کوله.

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، درې کاله يې د دغه اسنادو د ترلاسه کولو په هدف مبارزه کړې او حکومت يې مجبور کړ چې دغه اسناد ورکړي.

په اسنادو کې له څلور سوو امریکايي مامورينو سره مرکې شوي چې هغوی په افغانستان کې د امریکا د تيرو اتلس کلنو کړنو پرده پورته کړې او په اړه يې خپلو خلکو ته غلط او له مبالغې ډک معلومات ورکړي چې ګواکې د افغانستان جګړه د امریکا په ګټه روانه ده.

یوه امریکايي جنرال ډاګلاس لوط ویلي:«د افغانستان په اړه زموږ معلومات او درک بنیادي کمزوریانې لري. موږ پ دې نه پوهېدو چي موږ هلته څه کوو؟ موږ په افغانستان کې د خپلو هلو ځلو په باره کې هیڅ درک او فهم نه لاره.»

د افغانستان جګړې په اړه له خپرو شويو اسنادو څرګنديږي چې امریکايي مامورین د پردې ترشاه په خپلو ايميلونو کې په صراحت سره خپله ماتې مني خو عامو امریکايانو او نړيوالو ته دوراغ واي.

د سند په یو ځای کې د ايساف قومندان جنرال ميکل فلين وايي، هغه رنګين تصويرونه چې واشنګټن ته استول کيږي په بشپړه توګه غلط دي ځکه چې په وينا يې د امریکايي قومندانانو او پالیسي جوړونکو به ټینګار دا و چې خبرونه بايد ښه او څورب وي (هغوی د بدو او واقعي خبرونو سره هيڅ دلچسپي نه لرله).

د جنرال فلين په خبره، له سفير څخه نيولې تر پياده عسکر پورې موږ ستر او ښه کارونه کړي خو پوښتنه دا ده که هرڅه داسې ښه روان وي نو ولې مونږ دا جګړه بايلو؟ ځکه چې په اطلاعاتو او استخباراتو کې فساد روان دی.

ددغو اسنادو له مخې، امريکايي لوړپوړي چارواکي پوهیدل چې د هغوی ویناوې ناسمې دي او پدې اړه سرچینې پټې کړي دي چې د افغانستان جګړه د ګټلو وړ نه وه.

په اسنادو کې امریکايي مامورينودا هم منلې چې افغانستان کې د اداري فساد په کمولو، د افغان پوځ په جوړولو او د مخدره موادو په کښت او قاچاق کمولو کې امریکا له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

په اسنادو کې دا خبره افشا شوې چې د افغانستان جګړه- چې په نتیجه کې یې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او له یو تریلیون ډالر زيات لګښت پرې شوی، نوره د ګټلو نه ده.

د افغانستان جګړه کې د درواغو په اړه د امريکايي مخورو او شنونکو نظرونه:

یوه مشهور امريکايي سناتور برني سينډرز د افغانستان جګړه کې د امریکايي چارواکو د درواغو اسنادو له خپريدو وروسته ليکلي، په ځوانۍ کې دی ځکه د ويتنام د جګړې مخالف و، چې هغه مهال هم عامو امریکايانو ته درواغ ويل کيدل او مرګونو ته استول کيدل.

سندرز وايي، اتلس کاله د افغانستان جګړې په اړه امریکايانو ته درواغ ويل شوي یو تريليون ډالره مصرف شوی او لا هم هغه هیواد کې جام پاته یو، دا جګړه بايد ختمه او د درواغو مخه بايد ونيول شي.

یوې بلې امريکايۍ ليکوالې کاترین هيووال وايي، په افغانستان د امریکا جګړې په اړه خپرو شويو اسنادو کې څرګنده شوه چې امریکايي چارواکي د افغانستان جنګ په اړه رښتيا نه وايي.

دغه راز د افغانستان د چارو امریکايي ماهر بارنټ روبين په خپله ټويټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د جنګ له پيله يې د دغه جنګ د ناکامۍ خبرداري ورکړي خو زياتوي د درواغجنو وطنپالو تبليغاتو يې غږ خپ کړ، دغه اسناد ښيي چې امریکايي چارواکو عام امریکايان ګمراه کول.

همدارنګه یوې بلې امريکايي پروفيسورې تارامک کورماک ليکلي، په دې جنګ کې په لسهاوو زره ملکي افغانان وژل شوي. دا اسناد ښيي چې موږ ته د دې نه ګټونکي جنګ په اړه د هميشه لپاره درواغ ویل کېدل.

دغه راز په واشنګټن کې د افغانستان، پاکستان او جنوبي اسيا د څيړنې اداره وايي، هغه امریکايي عسکر چې په افغانستان کې جنګيدلي، د دغه اسنادو تر خپريدو وروسته سخت قهرجن او ناراضه شوي دي.

په یاده اداره کې د جنوبي اسيا د چارو څيړونکی مایکل کوګلمن یادو اسنادو ته په کتو وايي، هغه عسکر چې په افغانستان کې جنګيدلي سخت په قهر دي او دا هم روښانه شوه چې امريکا په افغانستان کې بغير له کومې تګلارې جګړه کوله او خپل اولس ته يې غلط او د درواغو معلومات ورکړي دي.

د امريکا د سي اېن بي سي تلويزيون خبریال مایکل ډي مورو په خپل ټويټر ليکي، له تيرو اتلس کلونو راهيسې دا پوښتنې کوو چې مونږ افغانستان کې ولې پاتې يو؟ خو په وينا يې له لومړي سره ټول ځوابونه ګمراه کوونکي دي.

له افغانانو څخه بايد بخښنه وغوشتل شي:

د بتي ډام په نوم يوه مشهوره هالنډۍ ليکواله وايي، چې له افغانانو څخه بايد بخښنه وغوښتل شي، په دغه جګړه کې د وژل شويو افغانانو لپاره د درناوي په پار دې په ټوله نړۍ کې بېرغونه نيم ځوړند او هغوی ته د احترام په خاطر دې یوه دقيقه سکوت وشي.

هغه وايي، له دغه اسنادو خپريدو وروسته څرګنده شوه چې امریکا او متحديدنو يې د افغانانو پر وړاندې يو ښکاره او بې ګټې جګړه پيل کړې ده.

آغلې ډام ليکي، ډيری خلک په دې پوهيدل چې امریکا په افغانستان کې غير عادلانه جنګ پيل کړی خو په وينا يې اوس چې د امریکا حکومت هم پر دې اعتراف کوي نو له دې څرګنده شوه چې په دغه جګړه کې ډيری بې ګناه خلک وژل شوي دي.

مخکینې مطلب

پروان: په بهرنيو ځواکونو له دوو موټربم بریدونو وروسته وسله وال بګرام هوايي ډګر ته داخل شوي

بل مطلب

ټاکنو کمېسيون؛ د لومړنیو پايلو اعلان ته تياری ښودلی خو عبدالله وايي نه يې مني

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com