(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۰، چهارشنبه)
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنيو پايلو اعلانيدو ته تياری ښودلی خو د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله وايي چې دوی به دغه پايلې ونه مني.
د ټاکنو کمېسيون غړی اورنګزيب وايي، د لومړنیو ټاکنو پايلې اعلانولو ته تيارې شوي چې نن یا سبا به اعلان شي.
هغه وويل، چې د اوو ولايتونو د رايو بيا شميرنې ته اجازه نه ده ورکړ ل شوې خو بيا يې هم لومړنۍ پايلې اعلانوي په خبره يې که څوک په دې اړوند شکايت لري نو د ټاکنو شکايتونو کمېسيون يې يې ثبتولی شي.
له بله پلوه د ګډ حکومت اجرائيه او د ثبات او همپالنې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، که يې پوښتنې ځواب او غوښتنې ونه منل شي نو د ټاکنو پايلې ورته د منلو نه دي.
ډاکټر عبدالله په خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکي، تر څو چې د ټاکنيزو ټيمونو قانوني غوښتنې نه وي منل شوي بايد پايلې اعلان شي خو په وينا يې که لومړنۍ پايلې اعلا شي دوی ته د منلو وړ نه دي.
شاوخوا دوه مياشتې کېږي چې افغانستان کې ولسشمرۍ انتخابات ترسره شوي خو په رايو کې د درغليو، تقلب، د خلکو د کم ګډون، په کمېسيون کې د اختلافاتو، تخنیکي ستونزو او د لانجو له کله لا هم لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.


















