امریکا کې د عربي پوځي زده کوونکو د زده کړو فعالیتونه ځنډول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۰، چهارشنبه) 

د راپورونو له مخې، په امریکا متحده ايالاتو کې د عربي پوځي زده کوونکو د زده کړو فعاليتونه ځنډول شوي دی.

امريکايي رسنۍ ليکي، چې عربي نظامي زده کوونکو زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوي او د هغوی ټولې روزنيزې برنامې درول شوي دي.

دغه راز د امريکا حکومت امر کړی چې ټول بهرني پوځي زده کوونکي دې تر سختې څارنې لاندې ونیول شوي.

امريکايي چارواکو د رونې له پروګرام څخه د پنځه سوه سعودي زده کوونکو د ايستلو خبر ورکړی خو وايي چې دغه کسانو ته به د انګليسي د زده کړې کورسونه دوام ولري.

په داسې حال کې د عرب پوځي زده کوونکو د زده کړو بهير ځنډول شوی چې څو ورځې مخکې د امريکا په یوه نظامي اډه کې د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو یوه زده کوونکي پر امریکايي سرتيرو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button