کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په جګړه ولګول خو افغانستان ته یې ګته و نه رسوله بلکې وضعیت یې لا پېچلی کړ.
نوموړي له اسوشټېډ پرېس سره په تازه مرکه کې داخبرې کړي او زیاتوي، د واشنګټن پوسټ اسناد تاییدوي او په خبره یې ښایي ددې جګړې په اړه ډېر نور کره او مهم اسناد هم موجود وي چې وښيي دلته یوه ظالمانه او بې هدفه جګړه روانه وه.
د کرزي په خبره، امریکا دلته میلیاردونه ډالر ولګول خو افغانستان ته یې ګټه و نه رسوله، برعکس یې یوه ستر او بې مخینې فساد ته زمینه برابره کړه.
دی وايي په افغانستان کې د فساد په پراختیا کې امریکا مستقیم لاس درلود ځکه دوی میلیاردونه ډالر بې حسابه لګول او د حساب اخیستلو څوک نه و.
حامد کرزي د سولې په اړه هم ویلي چې نوو پیل شوو خبرو ته هیله من دی خو تمه لري چې دواړه لوري په عملي توګه جګړه راکمه کړي او د افغانستان ددایمي ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
درې ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه د ځینې پارونکو اسنادو موندلو خبر ورکړی وو او تور یې پورې کړی وو چې امریکایي حکومتونو تیر ۱۹ کلونه خپلو خلکو ته درواغ ویلي. مصارف، تلفات او جنایتونه تر هغه زیات دي چې حکومتونو رسنیز کړي وو.
















