هالنډۍ خبریاله: امریکا باید له افغانانو د غیر ضروري جنګ د تحمیل له امله بښنه وغواړي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
بیټي ډم مشهوره هالنډۍ خبریاله او لیکواله وایي، د واشنګټن پوسټ له لوري خپاره شوي اسناد ښيي چې امریکا په افغانستان کې یو غیر ضروري، نامعلوم او تحمیل شوی جنګ روان کړی و چې زرګونه افغانان یې له امله زیانمن شول.
د دې په وینا، امریکا او ملګري یې باید په رسمي توګه په نړیواله کچه له افغانانو بښنه وغواړي او په خپلو ۱۹ کلنو کړنو پښېماني وښیي.
بیټي ډم وایي، امریکا ثابته کړه چې په افغانستان کې یې یوه بې ګټې او بې موخې جګړه روانه کړې وه او ملګرو یې هم په دې نامعلومه جګړه کې په پټو سترګو مرسته ورسره کړې ده.
په افغانستان کې د امریکا پر جګړه وروسته له هغه نیوکې خورا ډېرې شوې چې واشنګټن پوسټ ددې جګړې په اړه ۲ زره پاڼې مهم اسناد ترلاسه کړل.
په اسنادو کې راغلي چې د امریکا درېیو ولسمشرانو د جګړې په اړه دروغ ویلي دي او ان مهم جنرالان هم په دې نه پوهېږي چې ولې په افغانستان کې جګړه کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په یوه مرکه کې خبر ورکړ چې ښایي نور اسناد هم موجود وي چې وښیي دلته دامریکا له لوري ظالمانه او بې هدفه خونړۍ جګړه روانه ده.



