کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د جرمني سترې محکمې هغه هندۍ ښځه او مېړه یې د جاسوسۍ په تور محکوم کړل چې په دغه هېواد کې یې د کشميريانو په اړه د هند حکومت ته جاسوسي کوله.
جرمني چارواکي وایي چې دا ښځه او خاوند د جرمني د مونشنګلابغ سیمه کې اوسېدل او محکمې ته یې منلې چې هندي استخباراتو ته یې جاسوسي کوله.
من موهن په جرمني کې د بهرني جاسوس په توګه د کار کولو له کبله په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو او مېرمنه ‘کانوال جټ’ بیا جریمه شوې چې شپږو میاشتو لپاره به له امتیاز پرته کار کوي.
د راپورونو له مخې ۵۱ کلن من موهن ته به د هر ځل معلوماتو په ورکولو سره هندي استخباراتو ۲۲۳ ډالر ورکول او هغه د ۲۰۱۷ کال د جولاۍ په میاشت کې د هند له استخباراتي مامورانو سره ملاقاتونه کړي وو.















